د طالبانو د لومړي مرستیال سیاسي مرستیال وايي چې د "عدالت پلي کول" د یوه اسلامي نظام ځانګړنه ده.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د وزیرانو شورا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د دغې ډلې له یو شمېر دولتي چارواکو سره په کتنه کې وویل چی د اسلامي نظام ځانګړنه د عدالت پلي کول دي او د متوازن انکشاف له مخې باید ټولو هېوادوالو ته خدمات وړاندې شي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې زیاته کړه، چې عدالت او روڼتیا به په چارو کې ښه والی، د نظام د پیاوړتیا او د خلکو د رضایت سبب ګرځي او دې ته باید جدي پاملرنه وشي. د دغه طالب چارواکي په وینا، د اسلامي نظام ځانګړنه د عدالت پلي کول دي او د متوازن انکشاف له مخې باید ټولو هېوادوالو ته خدمات وړاندې شي.