د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي د افغانستان په اړه په هراړخیزو سلامشورو ټینګار وکړ.
د معمار پرس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان او سیمې پیچلي او خطرناک شرایط له ټولو خواوو سره هر اړخیزو مشورو ته اړتیا لري. هغه زياته کړه، چې د دوحې په درېيمه ناسته کې د ګډون لپاره د يوه پلاوي په مشرۍ قطر ته تللى دى. باید وویل شي، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه نن یکشنبه (د سرطان ۱۰مه) د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شوه او ټاکل شوې چې سبا دوشنبه (د سرطان ۱۱مه) به دوام وکړي. په دې ناسته کې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو پر استازو سربېره د طالبانو پلاوی هم ګډون لري.