تحلیل سیاسی 09 سرطان 1403 - 3 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغان ښځو حقوق او د دوحې دریمه غونډه: ښځې باید د بدلون لپاره څومره وخت انتظار وکړي؟

د افغان ښځو حقوق او د دوحې دریمه غونډه؛ ښځې باید د بدلون لپاره څومره وخت انتظار وکړي؟

د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان ښځو د استازو د نه ګډون په اړه د بشري حقونو د مدافعینو له غبرګون وروسته، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وايي چی د دې سازمان په غونډو کې به د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه مهم وي. هغه زیاته کړه: د دوحې د غونډې هدف د افغانستان د خلکو په ګټه د یوې همغږې او منظمې کړنلارې له لارې له نړیوالې ټولنې سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو هڅول دي. دوجاریک په وینا، بشري حقونه او د افغان ښځو او نجونو حقوق به د دې سازمان په غونډو کې خامخا مهم وي او افغان ښځې او مدني ټولنې په دې غونډه کې برخه لري. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا د ملګرو ملتونو لومړۍ غونډه ده چې د دغې ډلې استازي پکې ګډون کوي. د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنیس کالمارډ هم ویلي، که په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ ته په کافي اندازه رسیدګي ونه شي او د ښځو د بشري حقونو مدافعین او د افغان مدني ټولنې نور اړخونه په کې ګډون ونه کړي، د دې غونډې اعتبار به له منځه ولاړ شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوي مشرې روزا اوتونبایوا هم ټینګار کړی چې په دوحه کې درېیمه غونډه له طالبانو سره د مشروعیت او د اړیکو عادي کولو په معنا نه ده، بلکې د افغانستان د مسلې د حل لپاره یوه غونډه ده. اوتنبایوا زیاته کړه: د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي به د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره مخامخ وګوري او دا استازي به طالبانو ته ووایي چې داسې نه کېږي، موږ باید ښځې ته د کار اجازه هم ورکړو. که څه هم د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو د نه ګډون په اړه ډېرې نیوکې شوې دي، خو د ملګرو ملتونو چارواکي په دې باور دي چې د دې غونډې هدف طالبان د خبرو مېز ته راوستل او حساب ورکول دي. نړۍ ته څرګنده ده چې په افغانستان کې ښځې له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي او هر څوک هڅه کوي چې ښځې او نجونې له محرومیت او انزوا څخه وباسي، خو دا بهیر نړیوالې اجماع او جديت ته اړتیا لري ځکه چې په تېرو ۳ کلونو کې دا ثابته شوې چې یوازې متقابل عمل طالبان نه شي قانع کولای چې د ښځو حقونه ومني. افغان مېرمنې نه یوازې دا چې له زده کړو او کار څخه بې برخې دي، بلکې له یوه تیاره او ناڅرګند راتلونکي سره هم مخ دي او دا کار د دې لامل شوی، چې له نړیوالې ټولنې وغوښتل شي، چې د ښځې د خلاصون لپاره لا جدي شي. طالبان هم باید په دې باور شوي وي چې د ښځو د حقونو له رسمیت پیژندلو پرته به د رسمیت پیژندلو په وړاندې نړیوال خنډونه له منځه ولاړ نه شي. له همدې امله د ښځو حقونه داسې مسله نه ده چې له پامه وغورځول شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *