د طالبانو سیمه ییزې سرچینې وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران څخه تر زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د نیمروز ولایت د ورېښمو د پل له لارې ۱ زره او ۴۱ تنه کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي. د نيمروز ولايت په پول ابريشم کې د طالبانو د سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د دغو راستنو شويو کسانو له ډلې څخه ٤٨٦ تنه چې کورنۍ او تنکي ځوانان هم په کې شامل دي، اړين پيژندل شوي دي او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه يې د مهاجرت د نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل او خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.