د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ازادۍ جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې داوود ناجي د دغې جبهې د سیاسي چارو او عامه اړیکو د کمېټې د مشر په توګه ټاکل شوی دی. داوود ناجي یو سیاسي او مدني فعال دی چې په تېر حکومت کې یې د ملي امنیت شورا د سیاسي سلاکار په توګه کار کړی دی. د “افغانستان ازادۍ جبهې” تېره شپه (شنبه، د سرطان ۲مه) اعلان وکړ، چې د دغې جبهې مشرتابه شورا ناجي یې د سیاسي چارو او عامه اړیکو د کمېټې د مشر په توګه ټاکلې ده. “د افغانستان د ازادۍ جبهه” د طالبانو پر ضد یوه له پوځي جبهې څخه ده، چې مشري یې د افغان پوځ پخوانی لوی درستیز یاسین ضیاء کوي.