د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کولرا د مثبتو پېښو راپورونه ردوي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کولرا د مثبتو پېښو راپورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د دغې ناروغۍ کومه پېښه نه ده ثبت شوې. د دغه وزارت ویاند شرف زمان رسنیو ته ویلي، دغه احصایه د شدید اسهال په اړه ده او له کولرا سره هېڅ تړاو نه لري. هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د ساري ناروغیو د کنټرول په برخه کې له خپلو نړیوالو همکارانو سره په ګډه کار وکړي.