په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وايي، له طالبانو سره له خبرو پرته په افغانستان کې دایمي سوله ناشونې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا پرون (جمعه د سرطان ۲مه) د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې له طالبانو سره له خبرو پرته په افغانستان کې دایمي سوله ناشونې ده. نیبنزیا زیاته کړه: موږ ډاډه یو چې د افغانستان د وضعیت په اړه هر ډول رغنده خبرې د دغه هېواد د واکمنانو له مستقیم ګډون پرته ناشونې دي. هغه وویل: روسیه په سوله او ثبات کې د افغانانو د حق او غوښتنې پوره ملاتړ کوي.