خبرونه 30 جوزا 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ریچارډ بینیټ: موږ طالبان په رسمیت نه پیژنو

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په جینوا کې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ۵۶مې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړ او ویې ویل: له طالبانو سره باید د حکومت په څېر چلند ونه شي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ ښاغلي بینیټ په دوحه کې دریمې غونډې ته په اشارې سره وویل چې ښځې او نجونې باید له پامه ونه غورځول شي او طالبانو ته باید اجازه ورنکړل شي چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ناستو شرطونه وضع کړي. هغه وویل، د دوی راپور د طالبانو پر تبعیض او ښځو ضد سیاستونو متمرکز دی او په دې برخه کې د طالبانو کړنه د ټول ولس پر وړاندې تاوتریخوالی دی. بینیټ زیاته کړه چې طالبان د یوه دولت په توګه په رسمیت نه پیژني او باید د یوه حکومت په څیر چلند ونه شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *