افغانستان 23 جوزا 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمیټې د مسو، بریښنا او انرژۍ پروژې وڅیړلې

د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې دوره یي غونډه د کابل په مرمر ماڼۍ کې د مسو، برېښنا او انرژۍ د پروژو د ارزونې په موخه جوړه شوه. په دې کتنه کې چې داقتصاد د وزير په ګډون دجګپوړو طالب مقاماتو په شتون کې جوړه شوه، په سرپل ولایت کې د مسو د پروژو، د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د سب سټیشن د جوړولو، په ننګرهار ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او په پکتیکا ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه. په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د بلخاب سرپل د مسو کان په اړه خپل معلومات له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *