افغانستان 21 جوزا 1403 - 4 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د پانګونې د اسانتیا او د خنډونو د لرې کولو لپاره د طالبانو ژمنې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د خصوصي سکتور د خونو له استازو سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په دغه هېواد کې به د پانګونې په برخه کې پراته خنډونه له منځه یوسي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د خصوصي سکتور د غړو د ستونزو د هواري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په شتون کې د طالبانو له خوا جوړه شوې وه، د مالیاتو د اسنادو د اجرا کولو طرزالعمل، د مالیې د تیرولو د مخنیوي، د مالیاتو د ورکړې د څرنګوالي، د سوداګرۍ خونې د غړیتوب او د صادراتو د سندونو د صادرولو په اړه بحث وشو. په دې کتنه کې ښاغلي عزیزي د افغانستان په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور پر رول ټینګار وکړ او د خنډونو د لیرې کولو او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو کې یې د دغه وزارت هڅې وستایلې. نوموړي دغه راز د مرکزي ثبت او حقوقي ملکیتونو د عمومي ریاست له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د خصوصي سکتور د خونو د استازو په همکارۍ د جوازونو د ورکړې او نورو اړوندو چارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *