تحلیل سیاسی 19 جوزا 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو یو اړخیزه توب او د دې ډلې له انعطاف نه درلودل څخه د مخالفینو مایوسي

د طالبانو

د طالبانو مخالفو ډلو په یوه ګډه اعلامیه کې د دوحې د دریمې ناستې په اړه خپل ګډ دریځ څرګند کړ. د اعلامیې په متن کې راغلي دي: د افغانستان د خلکو د اساسي استازو په نه شتون کې هر ډول خبرې تر هر عنوان لاندې په حقیقت کې طالبانو ډلې ته امتیازات ورکول دي. د دغو جریانونو له مخې، د افغانستان په اړه خبرې هغه مهال بریالۍ کېږي چې د خلکو او بېلابېلو قومونو ګټې په پام کې ونیول شي او د هېواد سیاسي ګوندونه او د ښځو استازي په کې برخه واخلي. سیاسي جریانونو ټینګار کړی، چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې په هېواد کې له کړاوونو، ناامنیو، د مالیاتو په لوړولو او له عامه ډګر څخه د ښځو په ایستلو سره حکومت کړی او خلک یې له بېلابېلو صحنو او فعالیت څخه بې برخې کړي دي. دوی دغه راز خبرداری ورکړی، چې که د خلکو غوښتنې ونه منل شي، د وسله والې مبارزې په ګډون به هر ډول اقدام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د دوحې د درېیمې ناستې پیل ته له یوې میاشتې کم وخت پاتې دی او طالبانو ته په رسمي ډول بلنه ورکړل شوې ده. طالبان پرته له دې چې په خپلو چلندونو او کړنو کې کوم بدلون راولي پر افغانستان واکمني ته دوام ورکوي او د دوی یو اړخیز چلند د دغې ډلې د انعطاف او د چلند د نه بدلون په اړه د دې ډلې مخالفین د نا امیدۍ او مایوسۍ سبب شوي دي. د طالبانو د مخالفانو په وینا، دا ډله په حکومتي جوړښت کې د قومونو، ډلو او نورو مذهبونو د ونډې نیت نه لري، او د سیاسي او مذهبي لږکیو پر وړاندې یې زیاتېدونکي محدودیتونه وضع کړي دي. په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له درې کلونو په تېرېدو سره، د افغانستان په اداره کې د خلکو نه ګډون دوام لري او پر دې سربیره نړیواله ټولنه له ډیرو هڅو سره سره نه ده توانیدلې چې په دې مسله کې په بریالیتوب سره عمل وکړي. نو که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د طالبانو مخالفې ډلې به له سیاسي لارې بهر کړنو ته اړ شي، چې د افغانستان د خلکو او راتلونکي لپاره به ښې پایلې ونه لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *