د امریکا ولسمشر د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د امریکا او مکسیکو ترمنځ د پولې د تړلو حکم لاسلیک کړ.
د معمار پرس د خبر له مخې: د امریکا ولسمشر جوبایډن یو اجرایوي حکم لاسلیک کړ چې له مکسیکو سره یې د خپل هیواد پوله په موقتي ډول د غیر قانوني مهاجرینو پر مخ وتړي. سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د هیواد له سویلي پولو څخه غیرقانوني کډوال د ورځني حد څخه ډیر شول. په همدې اساس، بایډن د یوه اجرایوي حکم په تصویبولو سره د پولې امنیت په برخه کې تر دې دمه خپل خورا مهم ګام پورته کړ چې په موقتي او سمدستي توګه د غیرقانوني مهاجرینو د ننوتلو لپاره د متحده ایالاتو – مکسیکو پوله وتړي.