د طالبانو د سرپرست حکومت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، اوس د کابل او جاکارتا ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر د اقتصادي مرستیال په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چی د دې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په کابل کې د سرې میاشتې او د جوماتونو د شورا رئیس او د اندونیزیا ولسمشر له پخواني مرستیال محمد یوسف کالا سره خبرې کړې دي چی اوس د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړې.