افغانستان 17 جوزا 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د ازموینو ادارې په ۱۶ ولایتونو کې د کانکور ازموینې پیل اعلان کړ

د طالبانو د سرپرست حکومت د امتحاناتو ریاست په ۱۶ ولایتونو کې د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې د اخیستو اعلان وکړ.

د معمار پرس د خبر له مخې، دې ادارې په ایکس ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې د ۱۴۰۳ کال ازموینه نن (پنجشنبه د جوزا ۱۷مه) په ۱۶ ولایتونو کې په رسمي ډول پیل شوه. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په لوګر، پروان، کاپيسا، پنجشير، غزني، پکتيا، پکتيکا، زابل، باميان، سمنګان، نورستان، بادغيس، هرات، غور، ميدان وردګو او کونړ ولايتونو کې د کانکور د شاگردانو د بايومټريک پروسه د سه شنبې څخه پيل شوي وه. ټاکل شوې د ۱۴۰۳ کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې واخیستل شي، چې لومړی پړاو به یې د روان کال د جوزا میاشتې په ۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه په ۱۶ ولایتونو کې ترسره شي او دویمه مرحله به د سرطان په لومړۍ او دوهمه نېټه یوازې په کابل کې ترسره شي. په افغانستان کې د کانکور ازموینه په داسې حال کې اخیستل کېږي چې د تېرو دوو کلونو په څېر په دې ازموینه کې نجونې د ګډون اجازه نه لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *