افغانستان 17 جوزا 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

اوچا: په افغانستان کې ملیونونه خلک د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په افغانستان کې د خوراکي توکو د امنیت پر خرابېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ اوچا په یوه بیان کې دا اعلان وکړ چی په افغانستان کې میلیونونه وګړي د اقتصادي بحران، د اقلیم د بدلون، د اوبو د کمښت، پرله پسې وچکالیو او وروستیو سیلابونو له امله د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له جدي خطر سره مخ دي. دغه سازمان د تېرو دوو مياشتو له سېلابونو وروسته د خوراکي توکو د نه خونديتوب د زياتوالي په اړه هم اشاره وکړه چی په تېره بيا د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او شمال لوېديځو ولايتونو کې د کروندګرو حاصلات سخت زيانمن کړي دي. اوچا د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *