د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د اروپايي ټولنې استازي د دوحې په درېیمه ناسته کې خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چی د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن پرون (شنبه، د جوزا ۱۲مه) د دوحې په درېیمه ناسته کې خبرې وکړې. د سرچينې په وينا، په دې کتنه کې ښاغلي نېکولسن د دوحې په درېيمه ناسته کې د طالبانو د استازو د ګډون پر اهميت ټينګار وکړ او د دې ناستې په اړه يې خپل نظرونه شريک کړل. نوموړي زیاته کړې، چې طالبان په دې غونډه کې د ګډون غوښتونکي دي.