تحلیل سیاسی 12 جوزا 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ترهګري ته مشروعیت ورکول یا بشري حقونه له پامه غورځول!

د افغانستان د ازادۍ جبهې د روسیې د تروریستي ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو وړاندیز ته په غبرګون کې ویلي دي چی طالبانو ته د مسکو مراعات به منځنۍ اسیا او هاخوا ته “ترهګرۍ او بنسټپالنې” ته بلنه ورکړي. دې جبهې ټینګار وکړ چې د روسیې وروستي اقدامات په نړیواله کچه له ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر کې دوه مخي چلند ښيي او د روسیې لخوا د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو نوم لرې کول به نورې ترهګرې ډلې پیاوړې کړي. د ازادۍ جبهې ویلي دي چې طالبانو په افغانستان کې سیاسي واک په زور ترلاسه کړی او دغه ډله د هیواد د بیرته نیولو راهیسې د هیوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکوي. په همدې حال کې، د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې مېرمن ډیکارلو یادونه وکړه چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د بشری حقونو د نابودۍ ښکاره بېلګه ده. افغان میرمنې او نجونې په سیستماتیک ډول د زده کړې په ګډون د ژوند په ډیرو برخو کې له خپلو حقونو او کرامت څخه بې برخې دي. دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل: افغان میرمنې او نجونې نړیوالې ټولنې ته ګوري چې د دوی د حقونو په تامین کې مرسته وکړي ترڅو دوی د خپل هیواد په راتلونکي کې برخه واخلي. په ورته وخت کې د طالبانو ویاند یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده. ذبیح الله مجاهد دا د طالبانو په رسمیت پېژندنه د دوی حق وباله او ویې ویل: موږ له نړیوالې ټولنې سره نږدې او دیپلوماتیکې اړیکې غواړو او باور لرو چې زموږ پیژندنه به د ټولو په ګټه وي. د طالبانو مخالفین په دې باور دي، چې ترهګري په هر شکل او موقعیت کې وي، د حالاتو له بدلیدو سره به خپل ماهیت بدل نه کړي او طالبان هم یوه له هغو ډلو څخه ده چې په تیرو او اوسنیو وختونو کې ازمویل شوې او اوس روسیه او نړۍ له یوه لوی امتحان سره مخ شوې ده. د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو مسلې ته په پام سره، نړیوالې ټولنې له دغې ډلې سره د اړیکو د ټینګولو لپاره شرایط وضع کړي دي چي د هغه له جملې څخه موږ کولای شو چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د تامین او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د تامین لپاره د یوه جامع حکومت رامنځته کول په ګوته کړو چې تر اوسه په دې برخه کې د پام وړ بریا نه ده ترلاسه شوې. د طالبانو مخالفین له هغو حکومتونو چې له دوی سره اړیکې لري هیله لري چې د افغانانو حقونه له پامه ونه غورځوي او په هر حالت کې باید سیاسي او امنیتي ملحوظات په نظر کې ونیول شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *