ځايي سرچينې وايي، په ننګرهار ولايت کې د يوې بېړۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بېړۍ له ۲۵ مسافرو سره نن سهار ۷:۳۰ بجې د مومنددرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په سمندر کې ډوبه شوه. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي او د دغه بېړۍ څخه پنځه کسان ژغورل شوي دي. سرچينې زياته کړه، چې تر اوسه د پنځو قربانيانو جسدونه له اوبو را ايستل شوي او د نورو ټپيانو د موندلو هڅې روانې دي.