افغانستان 10 جوزا 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دوی یې په رسمیت وپېژني

د طالبانو ویاند په کابل کې په یوه خبري غونډه کې یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه. د معمار پرس د خبر له مخې؛ ذبیح الله مجاهد ویلي، دا د افغانستان د سرپرست حکومت حق دی چې په رسمیت وپېژندل شي او ویې ویل: “موږ له نړیوالې ټولنې سره نږدې او دیپلوماتیکې اړیکې غواړو او باور لرو چې زموږ په رسمیت پېژندنه به ټولو ته ګټه ورسوي.” هغه زیاته کړه: که موږ په رسمیت وپېژندل شو، کولای شو چی د اقتصاد، امنیت او پرمختګ په ګډون په بېلابېلو برخو کې لا ډېر پرمختګ وکړو. مجاهد همداراز د هر هغه هېواد ستاینه وکړه چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې مخکښ وی. تر اوسه هیڅ هیواد په رسمي توګه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *