د طالبانو حکومت پلورونکي تر 2 ملیون پورې د مالیې له ورکولو معاف کړي. د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې تر دوو میلیونو افغانیو پورې د خرڅلاو مالیه بالکل معاف اعلان شوې ده. د طالبانو د مشر په حکم کې دا هم ویل شوي چې له دې څخه زیاتې پیسې پر خرڅلاو به یوازې ۰،۳ سلنه مالیه وضع کېږي. د طالبانو د ویندوی د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن د مالیې په وزارت کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې دغه فرمان به د ۱۴۰۳ کال له پیله نافذ شي.