تحلیل سیاسی 09 جوزا 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ترهګرو ډلو له تور نوملړ څخه د طالبانو نوم ایستل: ایا روسیه چمتو ده چې طالبان په رسمیت وپیژني؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د ترهګرو سازمانونو له تور لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو د احتمال په اړه وویل چی دا په افغانستان کې هدفي واقعیت منعکسوي ځکه چې دوی په دې هیواد کې اصلي واک لري. دې وروستیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ولادیمیر پوتین ته وړاندیز وکړ چې طالبان دې د هغو سازمانونو له نوملړ څخه لرې کړي چې په روسیه کې یې فعالیتونه منع دي. د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم د دغه اقدام په اعلانولو سره يادونه وکړه چی دا پریکړه د نورو روسي بنسټونو سره بیاکتنه او موافقه شوې ده. هغه په ​​ډاګه کړه، چې د طالبانو له رسمیت پېژندلو مخکې د منع شويو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو نوم لرې کول ضروري دي. سره له دې چې روسیه او یو شمېر نور هېوادونه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو د متقابل باور پر بنسټ دغه ګړندي تعامل نه دی ټینګ شوی. طالبانو ډېرې هڅې وکړې چې د سیمې هېوادونه له ځانه سره راولي، خو تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي، چې خپل نظر وګټي. روسیه هم د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ او هم د سیمې د حالاتو په پام کې نیولو سره له طالبانو سره اړیکې زیاتې لري خو تر اوسه یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو اراده نلرې. په هرصورت، روسیه په افغانستان کې د لویدیځ د پلانونو د مخنیوي لپاره له طالبانو څخه ګټه پورته کوي او د دوی په وړاندې منځلاري پالیسي تعقیبوي. د افغانستان خلک له هغو هېوادونو تمه لري چې پر طالبانو نفوذ لري چی په سیاسي مسایلو او سیمه ییزو تعاملاتو کې دې له پامه ونه غورځول شي ځکه چې حکومتونه لنډمهاله دي او دا د افغانستان خلک دي چې پاتې شي او په افغانستان کې د دوی د کړنو قضاوت وکړي. نن ورځ د افغانستان حکومتداري ډېرې نیمګړتیاوې لري، چې تر ټولو مهم یې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او د یوه جامع حکومت نشتوالی دی. نو پکار ده چې د هېواد په جوړښت کې د رغنده اصلاحاتو په رامنځته کولو او د افغانانو د حقونو په درک کولو سره د ترهګرو ډلو له شتونه د طالبانو لرې کول اړین دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *