د ملګرو ملتونه د ماشومانو ژغورني موسسه په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې شپږ نیم میلیونه ماشومان له لوږې او سختیو سره مخ دي. د معمار پرس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه درې یې له لوږې او سختیو سره مخ دي. د ملګرو ملتونه د ماشومانو ژغورني موسسه په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د دغو ماشومانو ټولټال شمېر شپږ نیم میلیونو ته رسېږي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ماشومان د سېلابونو، اوږدې وچکالۍ او له ګاونډيو هېوادونو څخه د کډوالو د راستنېدو له امله سخت اغېزمن شوي دي.