تحلیل سیاسی 07 جوزا 1403 - 3 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او کار بندیز منفي پایلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر وايي چی که د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز دوام وکړي، د کم عمره نجونو ودونه به ۲۵ سلنه زیات شي. دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره وړاندوینه کړې چې د نجونو پر زده کړو د بندیز په دوام سره به د کم عمره نجونو په منځ کې د ماشوم زیږون ۴۵ سلنه او د افغان ښځو او نجونو د میندو مړینه به ۵۰ سلنه زیاته شي. په راپور کې ویل شوي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو پر زده کړو له شپږم ټولګي څخه پورته “د پالیسۍ په توګه” بندیز لګول شوی او ښځې نشي کولای پوهنتون ته ولاړې شي. له هغه وخته چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د ښځو پر وړاندې يې تر ۵۰ ډېر حکمونه صادر کړي، چې تر اوسه يې يو هم لغوه شوی نه دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو سږ کال ښځو او نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت هم اعلان کړی چې طالبانو شاوخوا یو نیم میلیون ښځې او نجونې د زده کړو له حقه بې برخې کړي دي. په هېواد کې د طالبانو له درې کلن حضور او تسلط وروسته هم د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په سیاستونو کې بدلون نه دی راغلی. ملي او نړیواله غوښتنه دا ده چې د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه دې لیرې شي او ښځو ته دې د تعلیم او کار زمینه برابره شي خو واکمن حکومت په دې اړه کوم څرګند ځواب نه دی ورکړی. د ښځو پر زده کړو او کار بندیز ډېرې منفي پایلې لري، چې تر ټولو مهم یې بې سوادي، بې وزلي او په کم عمر کې ودونه دي. ښځې د ټولنې د روزونکو په توګه ګڼل کیږي او که چیرې د دوی په ارزښتناک رول کې ګډوډي وشي، نو راتلونکی نسل به هم له ډیرو ننګونو سره مخ شي. له اوسنیو او کافي علومو څخه ګټه پورته کول د سالمې او علمي زده کړې یو له اړینو څیزونو څخه ګڼل کیږي او د تشې رامنځته کول د پوهنې په بهیر کې د نه جبرانېدونکي زیانونو لامل ګرځي. د دې ترڅنګ، د بېکارۍ او د زده کړو د نشتوالي له امله ډېری ځوانې نجونې له وخته مخکې ودونو ته اړ کېږي، چې د دوی په راتلونکي او روغتیا کې به ډېرې بدې پایلې ولري. داسې برېښي چې له زده کړو او کار څخه د ښځو محرومیت دوام نه يوازې کوم منطقي او شرعي دليل نه لري، بلکې د افغان مېرمنو ټولنې ته ډېر زيان رسوي او په اوږد مهال کې به يې ټول هېواد له منفي پايلو سره مخ شي. نو پکار ده چې له ښځو څخه محدودیتونه لیرې شي او هغوی ته د کار او زده کړې زمینه برابره شي تر څو په هیواد کې د ښځو په ژوند کې نور د خنډ شاهدان و نه اوسو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *