د قطر د نړیوالې همکارۍ د دولت وزیر لولوه الخاطر او جوهان فورسیل، د سویډن د نړیوالې پراختیایي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر د افغانستان په اړه خبرې وکړې. مېرمن لولوه الخاطر په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي، چې دغه غونډه د شنبې په ورځ د جوزا په پنځمه جوړه شوې وه. هغه وویل، «موږ د غزې، افغانستان او اوکراین په اړه رغنده خبرې وکړې او دا چې څنګه کولای شو د بشري مرستو او پراختیا د ملاتړ لپاره ګډ کار ته دوام ورکړو. مېرمن لولوه الخاطر د قطر د اوسني حکومت دویمه ښځینه غړې او په افغانستان کې د نجونو د تعلیم ملاتړې ده.