د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مهاجرت ملي ادارې په یوه اعلامیه کې دا اعلان کړی چی د بیمې د پوښښ د مسلې د تنظیم او اداره کولو لپاره، په ایران کې میشته مجاز کډوال باید د طبي او حادثې بیمې پوښښ ولري. له همدې امله، ټول مجاز کډوال باید هره ورځ د ۱۴۰۳/۳/۵ څخه د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت ملي ادارې ټاکل شوي مرکزونو ته مراجعه وکړي او د بیمې خدماتو لپاره غوښتنه وکړي.