اقتصادي 01 جوزا 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو او د ملګرو ملتونو چارواکي د افغانستان پر اقتصادي وضعیت خبرې اترې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د رسنیو د سرچینو په حواله: د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف، د دغې ډلې مشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آغلې روزمیري ډیکارلو د نړیوالې ټولنې له خوا د بشري مرستو د بهیر پر پراختیايي مرستو باندې د بدلون په اړه خبرې وکړې. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اقتصادي اړيکو پر پراختيا، له خصوصي سکتور او متشبثينو څخه پر ملاتړ، د کروندګرو لپاره د کوکنارو د بديل کښت پر پروګرامونو د همکارۍ او تمرکز، د حرفوي او تخنيکي زده کړو د مرکزونو پر جوړولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د بې وزلۍ د کمولو او د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې وشوې. راپورونه ښیي چې د طالبانو د حکومت له بیا جوړېدو وروسته د بهرنیو مرستو د کمېدو او د نړیوالو بندیزونو له امله د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم اغېزمن شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *