افغانستان 31 ثور 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

متقي: آیت الله رئیسي او امیر عبداللهیان د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا کې ارزښتناک رول لوبول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دبهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په افغانستان کې د ايران د ولسمشر له استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د آيت الله رئيسي او د هغه د ملګرو په شهادت خواشيني څرګنده کړه او له افغانستان سره د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا کې یې د ایت الله رئیسي او ډاکټر امیر عبداللهیان رول ارزښتناک وباله. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایت الله رئیسي او د هغه د ملګرو له شهادت وروسته له حسن کاظمي قمي سره د مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړ. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې د افغانستان د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *