اقتصادي 26 ثور 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې همکاري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستيال سلطان محمد زبير د ايران د مرکزي بانک د نړيوالو چارو له مرستيال محسن کريمي او د دغه هېواد د سوداګرۍ او خزانې د خونې له مسوولينو سره وکتل. د طالبانو د مالیې وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، کریمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ او په بانکي برخه کې یې له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. د مرکزي بانک په نړیوالو چارو کې مرستیال ولسمشر هم د افغانستان یو پلاوی ایران ته د رسمي سفر بلنه ورکړه. کریمي او ورسره پلاوي تر دې مخکې د طالبانو د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره هم کتلي وو. نوموړي د اقتصاد په برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پر پراختیا، د مالي او بانکي همکاریو پر ښه والي، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د افغانستان د صادراتي محصولاتو د اندازې پر زیاتوالي خبرې وکړې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *