اقتصادي 24 ثور 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د اقتصاد وزیر: زموږ تمرکز په هېواد کې د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو دی

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف وویل: “زموږ تمرکز د کاري فرصتونو په رامینځته کولو دی ترڅو د ژوند شرایط ښه شي او د کورنۍ اقتصاد ملاتړ شي.” بايد يادونه وشي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بيا جوړېدو سره يو زيات شمېر سوداګرو خپلې پيسې بهر ته لېږدولې. راپورونه ښیي چې له هېواد څخه د پیسو وتل د خلکو پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی. له بلې خوا په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د ملیاردونو ډالرو پولي زیرمو کنګل کیدل او پر اوسني حکومت د بندیزونو لګېدل هم په هیواد کې د اقتصادي وضعیت د خرابیدو او د فقر او بیکارۍ د پراخیدو له نورو لاملونو څخه دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *