د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي چی دوی له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلي چې له دې هېواد سره به د موټرو تګ راتګ او سوداګري په روان لمریز کال کې په عادي ډول پرمخ ځي. د افغانستان ډېری سوداګریز توکي پاکستان ته صادرېږي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان هر کال د یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات پاکستان ته کوي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر په داسې حال کې له پاکستان سره د هېواد د سوداګرو پر وړاندې د شته ننګونو د هواري لپاره هڅې کوي چې له دوو کلونو راهیسې افغان سوداګر د پاکستان له لارې د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد لپاره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.