د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالحی سباوون ویلي، د ابو نصر فراهي لار (ماهیرود) د یو ساعت لپاره تړل شوې وه، خو وروسته پرانیستل شوه. د نيمروز د والي وياند رحيم الله ساجد هم وايي، چې د نيمروز (میلک) پولې تړل رښتيا نه دي. ملاک سرحد د ایران او افغانستان تر منځ یو له مهمو سرحدي لارو څخه دی چې د ایران په هیرمند ښار کې د زاهدان شمال ته په ۲۶۱ کیلومترۍ کې او د افغانستان د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نږدې موقعیت لري. د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په رسنيو کې د دغو دواړو سرحدي لارو د تړل کېدو خبرونه خپاره شوي وو.