دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ کړې ده چی ټول ناقانونه کډوال باید خپلو هیوادونو ته ستانه شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ کړې ده چی په پاکستان کې د افغان کډوالو په ګډون ټول ناقانونه کډوال باید بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند افغانستان ته د دغه هېواد د سوداګرۍ د مرستيال محمد خرم اغا د سفر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې زياته کړه، چې په دغه سفر کې دواړو لورو د همکاريو د سند پر عملي کېدو خبرې وکړې.