افغانستان 12 حمل 1403 - 5 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو د غوش تېپې کانال د لومړي فاز د بشپړېدو اعلان وکړ

د افغانستان ملي ټلویزیون د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي پرمختیايي شرکت د تولید او سوداګرۍ د چارو د مرستیال ریاض الدین شریفي له قوله ویلي، چې د غوشتپې کانال د لومړي فاز کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی. د ملي پراختيايي شرکت د توليد او سوداګرۍ مرستيال رياض الدين شريفي وويل، چې د غوشتپې د اوبو د لېږد کانال د پروژې په جوړولو کې ١٣٠٠ ماشينونه کار کوي. د رياض الدين شريفي په وينا، د غوث تېپې د اوبو لېږد کانال ۲۸۵ کيلومتره اوږدوالی لري. د بلخ له کلدار ولسوالۍ څخه پیل او د فاریاب ولایت اندخوی پای ته رسېږي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست په میاشت کې اعلان وکړ چې موږ طالبانو ته ویلي چې د اوبو سرچینې باید د نړیوالو قوانینو له مخې وکارول شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *