د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ترافيکو عمومي مدير حسيب الله مختار د افغان ټکسيونو د رنګ د بدلولو د بهير د پيل خبر ورکړ او وویل چی دا پروسه په ښار کې د نظم راوستلو، د جنايي جرمونو د کموالي او د بې قانونۍ د مخنیوي په موخه په لاره اچول شوې ده. په ورته وخت کې د بلخ سیمهییز چارواکي هم د دې بهیر د پیل هرکلی کوي او له موټر چلوونکو څخه غواړي چې د ټکسي د رنګونو د برابرولو د پلان د تطبیق لپاره همکاري وکړي. یو شمېر ټکسي چلوونکي چې د خپلو موټرو رنګ یې بدل کړی له حکومته غواړي چې د غیر قانوني موټرو مخه ونیسي.