طالبانو نن پنجشنبه (د حوت ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د شيعه علماوو شورا غړو د شيعه ګانو غوښتنې او وړانديزونه د طالبانو سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ته په ليکلي ډول وړاندې کړل
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه طرحه د افغانستان د شيعه علماوو د شورا د مرستيال محمد اکبري، د شيعه علماوو د شورا د دارالانشا رئيس محمد حسين عالمي بلخي او د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي نعمت الله غفاري له خوا مولوي عبدالکبير ته وسپارل شوه. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د شیعه ګانو استازو د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ته د شیعه ګانو غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي ډول سپارلي دي. طالبانو لا دمخه د شیعه استازو غوښتنې رد کړې دي.