افغانستان 22 حوت 1402 - 6 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له ایرانه د همکارۍ غوښتنه وکړه

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن سه شنبه (د حوت ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د په دې کتنه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال وویل چې ایران د کرنې په برخه کې ډېر متخصصین او ډېرې تجربې لري. هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د کوکنارو له تولید او کښت څخه اغیزمن شوي، باید له کروندګرو سره همکاري وکړي او د هغې بدیل ته وده ورکړي. د ایران د سفارت مرستیال غلام رضا نجاري هم وویل: د ایران له اسلامي جمهوریت څخه راغلی پلاوی باید دوه اړخیز تفاهم ته ورسېږي او عملي یې کړي، لومړنی هېواد و چې په افغانستان کې یې د کوکنارو پر کښت د بندیز هرکلی وکړ او له تاسو سره یې همکار پاتې شوی دی. طالبانو ویلي، چې دا غونډه افغانستان ته د ایران د کرنې وزارت د مرستیال په مشرۍ له ایران څخه د یوه پلاوي د سفر د همغږۍ په موخه جوړه شوې ده. او ټاکل شوې چې دغه پلاوی افغانستان ته راشي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له چارواکو سره د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د څېړنې د څانګې له چارواکو سره وګوري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *