د طالبانو د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي دي چې نړۍ له دې ډلې سره له اړیکو پرته بله لاره نه لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لومړي وزير سياسي مرستيال دغه څرګندونې د يکشنبې په ورځ د حوت په ١٣مه، په کابل کې د حديثو له عالي دورې څخه د علماوو د فراغت په پروګرام کې وکړې. هغه ویلي دي: “[طالبان] په حقیقت کې له نړۍ سره مثبت تعامل کوي، دوی په انزوا کې نه دي او د افغانستان ټول خلک باید ډاډمن شي.” د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال دې ته په اشارې سره چې دغه ډله د امریکا او روسیې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي