افغانستان 14 حوت 1402 - 6 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو ادعا: د اسلامي نړۍ سترګې د اسلام او دین په ساتنه کې طالبانو ته دي

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال په یوه تازه وینا کې ادعا کړې چې د اسلام او دین ساتنه د دې ډلې یوازینۍ دنده ده او د ټولې اسلامي نړۍ سترګې دې ډلې ته دي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو نن دوشنبه (د حوت ۱۴مه) د دغې ډلې د مرستیالانو د مشر محمد حسن اخند له قوله ویلي چې د دې ډلې ټول مسوولین باید د اسلامي نظام د بقا او پیاوړتیا لپاره خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي. محمد حسن اخند وویل نړۍ د فلسطین د مظلوم ولس اوسنی ظلمونه نه ویني او د بشري حقوقو تر نامه لاندې د اسلامي نظام د بدنامولو په لټه کې دي. ملا محمد حسن اخند وویل چې په دې حساس وخت کې د اسلام او دین ساتنه یوازې زموږ پر اوږو ده، د ټولې اسلامي نړۍ سترګې پر موږ دي او دا یو الهي مسوولیت دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *