د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د ترکي شرکت امي ګروپ له مشر سره وکتل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د ترکيې د امي ګروپ له مشر مصطفی امي اوغلي او ورسره پلاوي سره په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې په اړه وکتل او خبرې يې ورسره وکړې. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دا خبر خپور کړ: په دې کتنه کې د ترکی شرکت امی ګروپ مشر په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه. د کرنې وزارت سرپرست په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو د موجودیت ډاډ ورکړ او د لازمو همکاریو ژمنه یې وکړه.