طالبانو د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې په نږدې کیدو سره دا اعلان وکړ چی په دې غونډه کې د افغانستان د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو له استازو سره د دې ډلې د چارواکو خبرې روانې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ذاکر جلالي نن چهارشنبه د دلو ۲۵مه اعلان وکړ چی د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د دغې ډلې د چارواکو او د ملګرو ملتونو د ځینو استازو ترمنځ خبرې لا هم روانې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په وینا: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي؛ “په دې غونډه کې د معنی لرونکي ګډون او له افغانستان او نورو هېوادونو سره د تعامل د دوام پلوي دی.”