د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملاخیرالله خیرخواه او د ناروې سفیر پاول کلومن بیکن د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره خبرې وکړې. د ناروي سفیر وويل، له نشه يي توکو سره مبارزه، له اداري فساد سره مبارزه، د پرمختيايي پروژو تطبيق او د مالي او بانکدارۍ مديريت د افغانستان په پرمختګ کې اغېزمن دي. نوموړي د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته د دوحې د غونډې په اړه چې د دلو په ۲۹ او ۳۰ نېټه به د څه باندې ۲۲ هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي، توضیحات ورکړل. خیرخواه همداراز وویل چې د قطر د خبرو اترو په بهیر او له افغانستان سره په ښو اړیکو کې د ناروې رول مهم دی.