لکه څنګه چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه نږدې کیږي، مولوي عبدالکبیر؛ د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال دا خبره کوي چی د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې راتلونکې غونډه به د افغانستان په اړه جوړه شي، څو له نړۍ سره د دې ډلې اړیکې پراخې شي. طالبانو نن دوشنبه (د دلو ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دی چی د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ننګرهار کې د ننګرهار ولایت له قومي مشرانو او علماوو سره کتلي دي. ننګرهاریانو په تورخم کې د ناروغانو او مسافرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او دغه راز د ننګرهار د صنعتي پارک د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.