د طالبانو له خوا د “بد حجاب” تر نامه لاندې د ښځو او نجونو د خپلسرو نيولو څپې له څه مودې راهيسې د افغانستان په دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. دغه کړنه چې د یو شمېر شیعه او سني عالمانو له خوا تر نیوکې لاندې ده، د دې لامل شوې چې په ځینو ولایتونو کې ښځې حتی د طالبانو له خوا د خپلسري نیولو له وېرې له خپلو کورونو نه وځي. له بلې خوا د ملګرو ملتونو خبريالانو په دې وروستيو کې د طالبانو له خوا د حجاب د اغوستو له امله د يو شمېر ښځو او نجونو د خپلسري نيولو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوى د خلاصون غوښتنه يې کړې ده.