پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو له تړل کېدو وروسته د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري هم بنده شوې ده. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر جنید اسماعیل وویل: اوسنی وضعیت پر ټرانزیټي او دوه اړخیزه سوداګرۍ هم اغېز کوي او د مهمو سرحدي لارو د تړل کېدو له امله د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. هغه زیاته کړه: که د دغو پنځو لارو تړل دوام ولري، د پاکستان اقتصادي ثبات به له لوی ننګونې سره مخ شي.