افغانستان 23 جدی 1402 - 8 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

میرویس عزیزي په افغانستان کې د لس میلیارده ډالرو پانګونې اعلان وکړ

د "عزيزي" شرکت او د عزيزي بانک مشر ميروس عزيزي وايي، په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې لس ميليارده ډالره پانګونه وکړي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ میرویس عزیزي تېره شپه (جمعه، د جدي ۲۲مه) په یوه پیغام کې لیکلي دي د پنځو څخه تر شپږ زره میګاواټه بریښنا تولید او د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د هڅولو لپاره د اورګاډي پټلۍ جوړول په راتلونکو پنځو کلونو کې د هغه د پانګونې له اساسي موخو څخه دي. هغه زیاته کړه، دغه پانګونه به له سلو زرو زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او میلیونونه نور خلک به په غیر مستقیم ډول له ګټې برخمن شي. عزيزي ليکلي، چې د دغه شرکت تخصصي ټيم به د مشورې او د نظر تبادلې لپاره افغانستان ته سفر وکړي. میرویس عزیزي په بهر کې یو له افغان سوداګرو څخه دی. هغه د عزیزي بانک مالک دی چې په افغانستان کې یو له فعالو بانکونو څخه دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *