د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت شورا غړي عطا محمد نور د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مک کال د وروستیو څرګندونو په تړاو ویلي د هغه وروستۍ څرګندونې چې طالبان یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل او په سیمه کې د خرابېدونکي وضعیت په ګوته کول د نړیوالو اندیښنو په اړه د خلکو د خبرولو په برخه کې د هغه ژمنتیا په ګوته کوي. ښاغلي نور په X ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: “په افغانستان کې د طالبانو زورواکو سیاستونو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او د بیان د ازادۍ د مدافعینو لپاره د ناوړه وضعیت لامل شوی دی.” د هغه په وينا، ښځې په سيستماتيک ډول له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي او د زده کړې، کار او شخصي ازادۍ له سختو محدوديتونو سره مخ دي.