د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د افغاني سرې میاشتې مشر مولوي مطیع الحق خالص قطر ته د بشري مرستو د لټولو په موخه تللی دی. د باختر خبري آژانس د خبر له مخې، د مولوي خالص په مشرۍ به په دغه سفر کې له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې د همکاريو په باب د بلګيټس بنسټ له استازو او له افغانستان سره د بشري مرستو په باب د نورو هېوادونو د سفارتونو له استازو سره وګوري. د طالبانو د سرې میاشتې په اعلامیه کې ویل شوي چې مولوي خالص به هڅه وکړي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره له نړیوالو موسسو سره د همکارۍ زیات فرصتونه برابر کړي.