ځايي طالب چارواکي وايي، پاکستاني سرحدي ساتونکو یو ځل بیا د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د ګمرک سرچینو اعلان کړی چې پاکستان له پاسپورټ پرته د بار وړونکو موټرانو پر تګ بندیز لګولی او په ځواب کې یې طالبانو پاکستاني موټرو ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړې. قاري نور محمد حنيف وويل چې دوى هڅه کوي دغه ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته د تورخم لاره څو ځلې تړل شوې ده. وروستی ځل دا لاره شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.