په افغانستان کې د ایران سفارت اعلان کړی، چې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د سفارت په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لورو د “هر اړخیزو همکاریو” په اړه خبرې وکړې. په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او خاص استازی حسن کاظمی قمی د افغانستان له خلکو سره د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا او مرستې لپاره د ایران په چمتووالی ټینګار وکړ.