د دې ډلې د اقتصادي مرستیال ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون د ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۴ پرمختیايي پروژو قراردادونه منظور کړل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو نن سهار (چهارشنبه، ۲۰ جدي) اعلان وکړ چې د دې ډلې د تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د ۲۴ پروژو د تصویب او د ۳ نورو پروژو د رد په ګډون ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې. منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، فواید عامې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ، برشنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا لس میلیارده افغانۍ کېږي.